د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت د فبرورۍ په ١٦مه نېټه اعلان وکړ چې د دغه هېواد امنيتي سازمان په وروستيو ورځو کې د داعش ٤ ډلې له منځه وړې او ١٨ غړي يې نيولي دي.
د سعودي عربستان د کورنيو چارو وياند وويل چې يادې ٤ ډلې د سعودي عربستان په مکې، مدينه ،رياض او قسيم کې عمليات تر سره کړي.په نيول شويو ١٨ غړو کې ٢ تنه د يمن وګړي،يو تن د سوډان او نور يې د سعودي عربستان وګړي دي.هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونو هم زيات ټوپکونه او پيسې نيولې دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |