CRI Online

پوټين:د ترهګرۍ او جاسوسۍ پر ضد کارونه دې پياوړي شي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-17 15:37:52

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د فبرورۍ په ١٦مه نېټه وويل چې تېر کال د روسيې امنيتي څانګې په بريالۍ توګه لسګونو ترهګريزو او جاسوسي فعاليتونو مخه نيولې او په راتلونکي کې دې د ترهګرۍ او جاسوسۍ پر ضد کارونه پياوړی شي.

د کريملين ماڼۍ د خبر له مخې،پوټين په همدې ورځ د روسيې د فيډرالي امنيتي ادارې په غونډه کې وويل چې په وروستيو کلونو کې نړيوالو ترهګريزو ډلو په سيمه ييزو شخړو کې ګډون کړی چې له امله يې د منځني ختيځ په ځينو سيمو کې شخړې په پر له پسې توګه رامنځته شوې دي. د روسيې فيډرالي امنيتي ادارې او نورو امنيتي څانګو دغو حالاتو ته ډېره پاملرنه کړې او په عمده توګه به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای