د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د منځني ختيځ د سوله ييز بهير په اړه د م م ځانګړي استازي نيکولی ملادينوف د فبرورۍ په ١٦مه نېټه د امنيت شورا په يوه غونډه کې وويل چې د دوو هېوادونو لايحه لاهم د فلسطين او اسرائيلو د خلکو لپاره د قانوني هېوادونو د رامنځته کېدو يوازنۍ لاره ده.
ملادينوف په همدې ورځ وويل چې څو ورځې مخکې د اسرائيلو له خوا تصويب شوې لايحه له نړيوال قانون څخه سرغړونه ده چې د اردن سيند په لوېديځه غاړه کې ناقانونه هستوګنځايونه به قانوني شي.د اسرائيلو د لوی څارنوال په اند ياده لايحه له اساسي قانون څخه سرغړونه ده.که دغه لايحه لاهم مجوده وي،د دوو هېوادونو لايحې او د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ سولې ته به زيان ورسول شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |