د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د سوريې مسئلې په اړه د استانا د خبرو اترو په هکله د روسيې د پلاوي مرستيال سيرګي ويرشينين د فبرورۍ په ١٦مه نېټه وويل چې د سوريې مسئلې په اړه د استانا خبرې اترې په همدې ورځ پای ته ورسېدې چې په کې پرېکړه شوې چې د روسيې،ترکيې او ايران له خوا د درېيو خواوو ګډه عملياتي ډله به د سوريې د اوربند د پلي کېدو حالت څارنه وکړي.هغه زياته کړه چې د دې ډلې د جوړېدو له لارې به د سوريې او د شاوخوا سيمو حالاتو د عادي کېدو لپاره ستر رول ولوبول شي.
د روسيې ځواکونو د لوی درستيز رياست د عملياتي ادارې مرستيال سيرګي افاناسيف په همدې ورځ وويل چې په نوموړو خبرو اترو کې په عمده توګه د سوريې حکومت او د مخالفو ډلو ترمنځ د متقابل باور د ټينګېدو په اړه بحث وشو.د سوريې د ٩ مخالفو ډلو استازو په خبرو اترو کې ګډون درلود.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |