CRI Online

چين کې به د ساينس او تکنالوژۍ سيستم په اصلاحاتو سره د علمي او تخنيکي نوښت په برخه کې زياتې ولسي پانګونې راجلب شي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-17 16:45:19

په تېرو پنځو کلونو کې چين د ساينس او تکنالوژۍ د اصلاحاتو په موخه يولړ ګامونه پورته کړي چې په اثر يې د چين علمي او تخنيکي نوښت ته نوې انرژۍ وربخښلې ده. د چين د ساينس او تکنالوژۍ وزارت چارواکي وايي، د چين د ملي ودې په اړه د ديارلسم پنځه کلن پلان د تطبيق په موده کې يعنې له ٢٠١٦ کال څخه تر ٢٠٢٠ کال پورې به د ساينس او تکنالوژۍ سيستم لاپسې اصلاح شي او د علمي او تخنيکي نوښت په برخه کې د ولسي پانګونو د جلب او لګښت لپاره به زيات ګټور شرايط برابر شي.

په ٢٠١٥ کال کې چين د ساينس او تکنالوژۍ سيستم د ژورو اصلاحاتو د طرحې په خپرولو سره موخه ټاکلې چې تر ٢٠٢٠ کال پورې به د ساينس او تکنالوژۍ سيستم په مهمو برخو او کليدي لړيو کې پرمختګونه ولري، ترڅو پياوړې ابتکاري قوت لرونکونو هېوادونو په ليکه کې ودريږي.

د چين د ساينس او تکنالوژۍ وزارت چارواکي هه ده فانګ د فبرورۍ په ١٦ مه نېټه وويل، چې تېر کال د علمي او تخنيکي نوښت په اړوند ډېرې تګلارې اصلاح او بشپړې شوې دي چې په اثر يې زياتې تصدۍ د خپل ابتکاري قوت لوړتيا ته لا متوجه شوې دي. ښاغلي هه ده فانګ پدې اړه وويل:

((په ٢٠١٥ کال کې ٥٣٦٠٠ تصدۍ د مالياتو د کمولو تګلارې له نعمت څخه برخمنې شوې او له ٧٥ مليارډو ٩٠٠ مليونو يوانو مالياتو څخه خلاصې شوې دي چې دغه شمېر د ٢٠٠٨ کال په پرتله ٦ برابره زيات شوی دی. سروې ښيي چې د تګلارې له اصلاحاتو وروسته ٩٧.٥٪ تصديو د توليدي څيړنې او ودې په برخه کې خپله هڅه زياته کړې ده.))

د چين د ساينس او تکنالوژۍ وزارت وايي، چين پر توليدي قوت د علمي او تخنيکي برياليتوبونو د بدلون په اړوند، يعنې په توليدي چارو کې د علمي او تخنيکي برياليتوبونو د کارولو په اړوند قانون اصلاح او خپور کړی او همدرانګه اړوندې تګلارې يې هم جوړې کړې دي.

د چين د ساينس او تکنالوژۍوزارت وايي، د يولړ تګلارو په اصلاحاتو سره په ټولنه کې پر توليدي قوت د علمي او تخنيکي برياليتوبونو د بدلون توده څپه راپورته شوې ده، دغه راز د تصديو د تخنيکي نوښت په ګټه زياتې تګلارې هم پلې شوې دي. د معلوماتو له مخې، په ٢٠١٦ کال کې ١١٦٣ علمي او تخنيکي پروګرامونه طرحه او ټاکل شوي چې مشري يې د ٥٥٤ کاري يونټونو لخوا ترسره کيږي. په دغو يونټونو کې ٢٤٦ تصدۍ دي چې شمېر يې ٢١.٢٪ جوړوي.

د ساينس او تکنالوژۍوزارت چارواکي جانګ شياو يوان وايي، چين به له ٢٠١٦ کال څخه تر ٢٠٢٠ کال پورې پنځو کلونو کې د مرکزي حکومت په ماليه کې د علمي او تخنيکي پروګرامونو اداره اصلاح کړي، په دغو پروګرامونو کې به د تصديو له مشرۍ څخه ملاتړ وکړي، د ساينس او تکنالوژۍ سيستم اصلاحاتو ته به دوام ورکړي او د علمي او تخنيکي نوښت په برخه کې به د ولسي پانګونو د جلب او لګښت په ګټه شرايط برابر کړي. ښاغلي جانګ شياو يوان پدې اړه وويل:

(( کله چې پولي ارګانونه کوچنيو علمي او تخنيکي تصديو ته کريدت ورکړي، حکومت به دغو پولي ارګانونو ته د خطرونو د مخنيوي لپاره جبران ورکړي. په راتلونکي کې به د هېواد مهم علمي او تخنيکي څېړنيز پروګرامونه نه يوازې د مرکزي حکومت د ماليې ، بلکې د ولسي پانګونو د راغونډولو له لارې به هم ترسره شي چې په ګډه سره به د خطرونو مخه ونيول شي او ګټې به شريکې شي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای