د سین هوا اژانس دخبر له مخې، د پاکستان پوځ د روانې میاشتې په ۱۷ نیټه وویل چې په همدې ورځ یې افغانستان ته د هغو ترهګرانو نوملیست ورکړ چې په افغانستان کې پټ دي او له افغان حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې سمدلاسه یی ونیسي او پاکستان ته یی وسپاري.
د پاکستان د دريو ځواکونو د مطبوعاتو ریاست مشر اصف غفور په ټویټر لیکلي چې په همدې ورځ د پاکستان د ځمکني پوځ په مقر کې افغان دیپلوماتان احضار کړی شوي او دوی ته یې د ترهګرو یو ۷۶ کسیز لیست چی په افغانستان کې پټ دي، هم ورکړی دی.
پاکستان له افغان حکومت نه غوښتنه کړې چې سمدلاسه اړوند تدبیرونه ونیسي.
-زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |