CRI Online

د پاکستان پوځ اووه دېرش تنه وسله وال وژلي دي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-17 19:56:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان پوځ د روانې مياشتې په ١٧مه نېټه د دې هېواد په ځينو سيمو کې له وسله والو سره ډزې وکړې چې له امله يې اووه دېرش تنه وسله وال وژل شوي او لسګونه تنه يې نيولي دي،برسيره پردې اووه تنه امنيت ساتونکي هم ټپيان شوي دي.

د دې هېواد خبري رسنيو خبر ور کړ چې د روانې مياشتې په ١٦مه نېټه وسله والو د سيند ايالت په سهوان سيمه کې پر يوه مذهبي ځای بريد وکړ چې له امله يې ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته ده. ور پسې د پاکستان پوځ په سيند ايالت ، پنجاب ايالت او د دې هېواد د شمال لويديځ او جنوب ځينو سيمو کې د وسله والو په مقابل کې پوځی عمليات پيل کړي دي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای