د سین هوا اژانس دخبر له مخې د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د روانې میاشتې په ۱۷ نیټه د پاکستان ولسمشر ممنون حسین ته له دې امله چې د پاکستان د سند ایالت په سیهون سیمه کې لویه تروریستي حمله شوې ده، د غمرازۍ پیغام ولیږه.
شي جین پینګ په پیغام کې ویلي چې د چین خلک د پاکستان له خلکو سره غمرازي کوي. زه د چین د حکومت او خلکو په استازیتوب او په خپله پر وژل شویو کسانو خواشیني او له ټپیانو او د وژل شویو کسانو له کورنیو سره د زړه له کومې غمرازي کوم.
هغه دا هم ویلي چې چین له ټول تروریزم سره مخالفت کوي او د یادې حملې سخته غندنه کوي. چین به په ټینګه سره د تروریزم پرضد او د هیواد د ثبات او د خلکو د امنیت د ساتلو په برخه کې له پاکستان سره ولاړ دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |