CRI Online

وانګ ايي د امريکا د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-02-17 21:13:58

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې پر ځايي وخت د فبروري په ١٧مه نېټه وويل چې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ ايي د المان په بون کې د شلو هېوادونو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د ګډون په ترڅ کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير ريکس تيلرسن سره وکتل.

وانګ ايي وويل چې دا ډېره مهمه ده چې څه موده دمخه رئيش شي جين پينګ له ولسمشر ډونلد ترمپ سره تليفوني خبرې اترې وکړې . ولسمشر ډونلد ترمپ ويلی چې امريکا به په دوامداره توګه د يو چين د پېژندلو پر تګلارې ټينګار وکړي او له چين سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لا ستر پرمختګ د پرمخبيولو لپاره هڅه وکړي.

تيلرسن وويل چې امريکا د يوه چين د پېژندلو پر تګلارې ټينګار کوي چې دا نه يوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو لپاره بلکې د سيمه ييز ثبات د پرمختګ لپاره هم ګټوره ده.غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای