د سین هوا اژانس دخبر له مخې د چین صدراعظم لي که چیانګ د روانې میاشتې په ۱۷ نیټه خپل پاکستاني سیال نواز شریف ته له دې امله چې د پاکستان د سند ایالت په سیهون سیمه کې لویه تروریستي حمله شوې ده، د غمرازۍ پیغام ولیږه.
لی که چیانګ په پیغام کې ویلي چې د چین خلک د پاکستان له خلکو سره غمرازي کوي. زه د چین د حکومت او خلکو په استازیتوب او په خپله پر وژل شویو کسانو خواشیني او له ټپیانو او د وژل شویو کسانو له کورنیو سره د زړه له کومې غمرازي کوم.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |