د سيهوا اژانس د خبر له مخې، په سوډان کې د م م د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د فبرورۍ په ١٧ مه نېټه د يوه راپور په خپرولوسره وويل، چې اوس په سوډان کې د جنوبي سوډاني کډوالو شمېر له ٣٠٠٠٠٠ نه اوښتی دی.
په راپور کې ويل شوي چې د ٢٠١٣ کال په دسمبر کې په جنوبي سوډان کې د جګړې له پيل راهيسې د دغه هېواد کډوال سوډان ته ننوتلي، په دغو کډوالو کې تر ٦٥٪ زيات ماشومان دي . اوس د م م د کډوالو چارو عالي کميشنري دغو کډوالو ته د ضروري بشري مرستو پلان جوړوي. (زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |