د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د ختيځ ننګرهار ولايت وياند عطا الله خوږياڼي د فبرورۍ په ١٨ مه نېټه وويل، چې افغان امنيتي ځواکونو پدې وروستيو کې ننګرهار ولايت کې د افراطي داعش ډلې پر چوڼي بريدونه کړي او ٣٤ وسله وال يې وژلي دي.
نوموړي سينهوا اژانس ته ويلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې امنيتي ځواکونو د افغان هوايي پوځ او ځايي قبايلي وسله والو په مرستې په ننګرهار ولايت کې د داعش پر څو چوڼي بريدونه کړي او په بريدونو کې يې ٣٤ وسله وال وژلي، ١٦ تنه يې ټپيان کړي او ٧ نور يې نيولي دي. دغه بريدونه د داعش د وسله والو هغه بريد ته ځواب دی چې د ١٦ مې نېټې په شپه يې پر يوې پوځي پوستې کړی و. (زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |