CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-02-19 15:52:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د فبرورۍ په١٨ مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مونيخ د امنيتي غونډې په ترڅ کې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره وکتل.

دواړو خواوو د چين او افغانستان ترمنځ د اړيکو پرمختګ وستايه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو بنسټ يې ډېر ټينګ او پرمختيايي خوا يې سمه وبلله. وانګ يي په خپلو خبرو کې وويل، چين د ختيځ ترکستان غورځنګ ضد مبارزې په اړه د افغانستان د حکومت ټينګ هوډ ستايي، د افغانستان د ملي روغې جوړې له بهير څخه ملاتړ کوي او غواړي چې خپلمنځي همکاري لاپسې نژدې کړي.

اشرف غني له چين څخه مننه وکړه چې د افغانستان د بيارغونې له چارو سره مرستې کوي او د افغانستان د ملي روغې جوړې بهير لپاره هڅه کوي. نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې افغانستان په ټينګه له تروريزم سره مخالفت کوي او په ټينګه د ختيځ ترکستان غورځنګ ضد مبارزه کوي او غواړي چې د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای