پر ځايي وخت د فبرورۍ په ١٨ مه نېټه د مونيخ امنيتي غونډه دوهمې ورځې ته ورسيده . د همدې نېټې په سهار د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل، د امريکا د ولسمشر مرستيال ميک پنس، د م م سرمنشي انتونيو کوتريس او د ناټو سرمنشي جنس ستولتنبرګ په وار سره د اټلانټيک سمندر د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو او نړيوال نظام په هکله ويناوې وکړې .
د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل په خپله وينا کې له بېلابېلو غاړو څخه وغوښتل چې د ننګونو د مقابلې په موخه دې ګډې همکارۍ وکړي او ويې ويل چې پروتکشنيزم (protectionism) يعنې د کورنيوتوليداتو د ملاتړ تګلاره او پوپيوليزم (Populism) يعنې د خلکو ملاتړ جلبولو شعارونه د مسئلې د حل لارې چارې نه دي. نړيوال بحرانونه يوازې د څو اړخيزتوب له لارې حل کېدای شي، هيڅ يو هېواد په يوازې توګه ننګونې نه شي حلولی، نو د م م ، ناټو او اروپايي ټولنې په شمول د څو اړخيزې همکارۍميکانيزمونه دې پياوړي شي.
د امريکا د ولسمشر مرستيال ميک پنس وويل، د امريکا او اروپا برخليکونه يو د بل سره تړلي. امريکا به له ناټو زيات ملاتړ وکړي او په ټينګه به د اټلانټيک سمندر د دواړو غاړو اتحاد سره کړې ژمنې پلې کړي.
د م م سرمنشي انتونيو کوتريس وويل، د اقليمي بدلون، د نفوس زياتوالي او د خوراکي توکو امنيتي خطرونو د سرچينو په برخه کې سخته سيالي رامنځته کړې او د نړۍ په کچه د شخړو د رامنځته کېدو شونتيا يې لوړه کړې ده. نوموړي وده د شخړو د مخنيوي مهمه لار وبلله او ويې ويل چې م م د دوامداره پرمختګ د موخو د ترسره کولو په موخه د اصلاحاتو په هڅه کې دی. همدارنګه نوموړي د بې وزلۍ د کمولو په برخه کې د چين لاسته راوړنې وستايلې او چين يې په تېرو لسو کلونو کې نړۍ کې د بې وزلۍ د کمولو په برخه کې لومړی لوی خدمت کوونکی وباله.
د ناټو سرمنشي ستولتنبرګ په خپلو خبرو کې د سيمه ييز ثبات ساتنه او د ترهګرۍ پرضد مبارزه درنې دندې وبللې او له بېلابېلو غاړو څخه يې وغوښتل چې د عدالت پر اساس دې خپلې دندې ترسره کړي.
په ١٩ مه نېټه د مونيخ درې ورځنۍ امنيتي غونډه پای ته ورسيده.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |