د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ماليزيا پوليسو د فبرورۍ په ١٨ مه نېټه وويل، چې يو بل شمالي کوريايي يې نيولی چې ښايي د روانې مياشتې په ١٣ مه نېټه په ماليزيا کې د يوه شمالي کوريايي نارينه له وژنې سره تړاو ولري.
د ماليزيا د پوليسو رئيس خالد په يوه اعلاميه کې وويل، چې پوليسو دغه شکمن کس د ١٧ مې نېټې په شپه په سلانګور ايالت کې ونيوه. دا سړی لي جونګ جه نوميږي او د ١٩٧٠ کال د مې په ٦ مه نېټه شمالي کوريا کې زيږيدلی . پوليسو همدارنګه زياته کړه چې يوازې د وژل شوي شمالي کوريايي نارينه د خپلوانو د ډي ان ای ازموينې له بشپړېدو وروسته به يې مړی وسپاري.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |