د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د افغانستان د ډېلي اوټ لوک ورځپاڼې د فبرورۍ په ٢٠مه نېټه خبر ورکړی چې په وروستيو ورځو کې د افغانستان د لوړو زده کړو وزيرې فريده مومند له پاکستان څخه د ليدنې په وخت کې له دغه هېواد سره د ښوونيزې همکارۍ ياداښت لاسليک کړ.
د پاکستان د صدراعظم د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز وويل چې پاکستان به افغانستان ته د ٥٠٠ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت ښوونيزې مرستې برابرې کړي .د پاکستان ولسمشر ممنون حسين وويل چې پاکستان به افغانستان ته ٣٠٠٠ سګلرشيپونه برابر کړي.اوس په افغانستان کې ١٥٦ پوهنتونونه شتون لري چې په کې ٣٦ دولتي او ١٢٠ شخصي پوهنتونونه دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |