CRI Online

د سومالي په پلازمينه موګاديشو کې د موټر بم چاودنې له امله ٣٠ تنه وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-20 09:42:31

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د سومالي د استخباراتو څانګې او ځايي چارواکي د فبرورۍ په ١٩مه نېټه وويل چې په همدې ورځ د دغه هېواد په پلازمينه موګاديشو کې د موټر بم چاودنې له امله لږ تر لږه ٣٠ تنه وژل شوي او د سرتېريو او عامو وګړو په ګډون څو تنه نور ټپيان شوي دي.

د سومالي د استخباراتي او امنيتي ادارې چارواکي خبري رسنيو ته وويل چې ياده چاودنه د موګاديشو د واداجير ولسوالۍ په يو بازار کې وشوه.د دې سيمې مشر احمد عبدلله افره خبري رسنيو ته وويل چې په وژل شويو کسانو کې زياتره ښځې او ماشومان دي،ټپيان شاوخوا روغتونونو ته ليږدول شوي دي او ښايي د وژل شويو کسانو شمېر نور هم لوړ شي.

تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نده اخيستې.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای