CRI Online

د پاکستان د سيند ايالت په مذهبي ځای کې د ترهګريزې پېښې په تړاو شکمن کسان نيول شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-20 10:03:57

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د پاکستان د سيند ايالت د پوليسو ادارې مشر خواجه د فبرورۍ په ١٩مه نېټه وويل چې د سيند ايالت په مذهبي ځای کې د ترهګريزې پېښې په تړاو شکمن کسان نيول شوي دي.

د روانې مياشتې له ١٣مې نېټې څخه تر ١٦مې نېټې پورې د پاکستان په څو ځايونو کې د ترهګريزو چاودنو له امله لږ تر لږه ١١٧ تنه وژل شوي او سلګونه تنه نور ټپيان شوي دي.په تېره بيا د روانې مياشتې د ١٦مې نېټې په شپه د سيند ايالت په يوه مذهبي ځای کې د ځانمرګي بريد له امله لږ تر لږه ٨٨ تنه ووژل شول او ٣٤٣ تنه نور ټپيان شول.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف له ځواکونو او اجرائيوي څانګو څخه غوښتنه وکړه چې تر خپلې وسې پورې په پوره توګه ترهګر له منځه يوسي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای