CRI Online

په کابل کې د چين د مرستندويه مالونو د سپارلو مراسم تر سره شول

cri     (GMT+08:00) 2017-02-20 10:16:16

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فبرورۍ په ١٩مه نېټه د کابل په هوايي ډګر کې د چين حکومت د مرستندويه مالونو بار وړونکې الوتکې د رسيدو مراسم چې دغه مالونه به د واورو ناورين ځپلو سيمو ته وليږدول شي. په افغانستان کې د چين سفير ياو جينګ، د افغانستان د ناورينونو او بشري چارو وزير وېس احمد برمک په دې مراسمو کې ګډون کړی و.

برمک د افغان حکومت او خلکو په استازيتوب د چين حکومت او خلکو څخه مننه څرګنده کړه. نوموړي وويل، چې د چين حکومت په فعاله توګه له مصيبت ځپلو افغانانو سره د بشري مالونو مرستې کړې او کوي يې، او د مصيبت ځپلو خلکو د کورونو د بيارغونې لپاره هلې ځلې کړې دي، افغانان د چين له ملاتړ څخه ډېره مننه کوي.

سفير ياو جينګ د سختو واورو له امله د سر او مال د رامنځته شويو زيانونو په اړه افغان حکومت او خلکو ته خواشيني څرګنده کړه. هغه وويل، چې د چين حکومت د سختو واورو له امله د افغانانو په تکليف او غم خپه دی، د چين اړوندو څانګو په بېړني ډول مرستندويه مالونه راليږدولي، هيله لرم چې دغه مالونه به ژر مصيبت ځپلو خلکو ته ورسيږي.

د چين مرستندويه مالونه چې پکې خيمې، بړستنې او ډبلې ګرمې جامې شاملې دي، د دوو الوتکو له لارې افغانستان ته ليږدول کيږي. دوهمه الوتکه به د فبرورۍ په ٢٥مه نېټه کابل ته ورسيږي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای