CRI Online

د اسيا د ٨مې دورې ژمنۍ لوبې د جاپان په ساپورو کې پرانيستل شوې

cri     (GMT+08:00) 2017-02-20 10:25:56

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د اسيا د ٨مې دورې ژمنۍ لوبې د فبرورۍ په ١٩مه نېټه د جاپان په ساپورو کې پرانيستل شوې.د ٣٢ هېوادونو او سيمو څه د پاسه ٢زره لوبغاړي او چارواکي به په ٥ لويو او ٦٤ کوچنيو لوبو کې سيالي وکړي چې پيمانه يې په تاريخ کې تر ټولو ستره ده.

د نننۍ دورې لوبو د تشکيلاتي کميټې رئيس او د جاپان د ساپورو ښاروال کاتسوهيرو اکيموتو په پرانيستونکو مراسمو کې په خپله وينا کې د ټولو لوبغاړيو هرکلی وکړ.هغه وويل چې دا تر ١٩٨٦ کال او ١٩٩٠ کال وروسته درېيم ځل دی چې په ساپورو ښار کې د اسيا ژمنۍ لوبې تر سره کېږي.هيله ده چې د دغو لوبو له لارې نړۍ ته د يخونو او واورو لوبو په اړه د اسيا پټ توان وښودل شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای