د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د لغمان ولايت مقام د فبرورۍ په شلمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د نولسمې نېټې په شپه کې د دې ولايت د بادپښ په سيمه کې د لاسي بم بريد له امله لږ تر لږه لس تنه عام وګړي ووژل شول، څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
په دې اعلاميه کې ليکل شوي، چې نامالومو بريدګرو لاسي بمونه يو کور ته وروغورځول او د څو ښځو او ماشومانو په ګډون لس تنه يې ووژل. ټپيان شوي د امنيتي ځواکونو له خوا روغتون ته لېږدول شوي، تر اوسه پورې هيچا يا سازمان د دې بريد مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |