CRI Online

د اسرائيلو په تل ابيب کې د لومړۍ سپکې پټلۍ ابادي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-20 16:18:47


تل ابيب د اسرائيلو بحري ښار دی چې اقتصاد يې پرمختللی او نفوس يې زيات دی، اسرائيلي حکومت د دې ښار د سخت ټرافيکي حالت د ښه والي لپاره پريکړه کړې چې د مترو ٧ کرښې جوړې کړي، له دې جملې څخه د لومۍ پټلۍ يعنې د سرې کرښې په نامه د ابادۍ پروژه چيني شرکت ته په ټيکه ورکړل شوې ده. د چيني او اسرائيلي کارپوهانو او کارګرانو د يو نيم کال د کوښښونو له لارې، په نوموړې پروژه کې د تونل کيندلو لومړي ماشين په کار پيل کړی دی چې دا په اسرائيلو کې د پټليو د ابادۍ په تاريخ کې د ياد وړه نښه ده. دغه راز پر ځايي وخت د فبرورۍ په ١٩مه نېټه د نوموړي ماشين د کارولو لپاره مراسم تر سره شول.

د ١٩مې نېټې په سهار د تل ابيب په رمات ګان کې، د چين او اسرائيلو تر ٣٠٠ تنو زياتو مېلمنو د سرې کرښې پروژې په مراسمو کې ګډون درلود، او د اسرائيلو زياتو تلويزيونونو د مراسمو ژوندۍ خپرونې تر سره کړې. د اسرائيلو د ټرافيک وزير يسرايل کز او په اسرائيلو کې د چين سفير جان يونګ شين ترځمکې لاندې تونل کې د تونل کيندلو ماشين د کارولو مراسم تر سره کړل.

د چين د اوسپنيزو لارو ګروپ د بهرنيو پروژو شرکت د نوموړې پروژې له ايجاردارانو څخه يو دی، د دې شرکت عمومي منيجر وانګ کون وويل، چې دغه پروژه د اسرائيلو د پارلمان له خوا تصويب شوې او د اسرائيلي حکومت د خپلې پانګې په لګولو جوړيږي، نو غوښتنې يې لوړې او کلکې دي، خو چيني شرکت چې د تجهيزاتو، تکنالوژۍ او سرچينې په برخو کې غوره والی لري او د جنوب ختيځې اسيا او بريتانيا په بازارونو کې د پروژو د ادارې ډېرې تجربې لري، په نړيوالې داوطلبۍ کې د نورو لويو نړيوالو شرکتونو په مقابل بريالی او د اقراداد يې وګټلو. د پروژې د ابادۍ په بهير کې چيني شرکت بېلا بېلې ستونزې حل کړې او تر وسې پورې يې د ځايي خلکو پر ژوند اغېزې کمې کړې دي، د ښه کيفيت او لوړ موثريت له لارې يې د اسرائيلو خلکو باور او ملاتړ تر لاسه کړی دی.

(( دا پروژه د دې يوه نښه بلل کيږي چې چيني ايجار داران له ټيټو بازارونو څخه منځنيو او لوړو بازارنونو ته ننوتلي دي. پخوا مو د حکومت له خوا د يو کمربند او يوې لارې تر غوښتنې لاندې پروژې تر لاسه کړې، خو اوس په منځنيو او لوړو بازارونو کې پخپله فرصتونه پيدا او ژوند کولی شو. ))

د تل ابيب د سپکو پټليو پروژه په اسرائيلو کې د حکومت په اجازه د بسنټيزو تاسيساتو د ابادۍ تر ټولو لويه پروژه ده، د پانګونې اندازه يې تر ټولو زياته، د پروژې حالت ډېر پېچلی او د تکنالوژۍ سويه يې ډېره لوړه ده. د سرې کرښې پروژه د دې پروژې لومړۍ پټلۍ ده او د پلان له وړاندې کېدو څخه تر عملي کېدو پورې لسګونه کلونه تېر شوي دي. د اسرائيلو او هانکانګ ترمنځ د تجارتي چارو ټولنې مشر اموس يودن د چيني شرکتونو لوړه قدرداني کوي.

(( نه يوازې ((ښه))، (( ډېره ښه )) وي. په دې ځای کې د چيني شرکتونو له خوا تر سره شوي کارونه د هر يو اسرائيلي ودانيز شرکت له توان څخه اوښتي دي، دوی ټولو ته دا ښکاره کړې چې دوی نه يوازې په ښه توګه بلکې په لوړ موثريت کارونه بشپړولی شي. له ٥٠ نه زيات چيني انجنيران دلته کار کوي، د اسرائيلو ځايي کاګر هم لرو، دوی همکاري کوي. باور لرم چې نور زيات چيني شرکتونه به له اسرائيلي شرکت سره همکاري وکړي، دا به ډېره ښه وي. ))

د اسرائيلو د ټرافيک وزير کز د پروژې له پروسې قانع دی، د ده په اند چيني شرکتونه د اسرائيلي شرکتونو ښه همکاران دي، د چين او اسرائيلو د حکومتونو ترمنځ اړيکې هم ټينګې او زياتې شوې دي.

(( ډېر خوشحاله يو چې له چين سره همکاري لرو، پخوا ما د چين او اسرائيلو ترمنځ د بنسټيزو تاسيساتو همکاريز يادښت لاسليک کړی، اوس دا يوه لويه پروژه ليدل کيږي، دغه پروژه د اسرائيلو لپاره ډېره مهمه ده، باور لرو چيني شرکت په ښه توګه دا کارونه تر سره کولی شي. ))

په اسرائيلو کې د چين سفير جان يونګ شين وويل، چيني شرکتونه د اسرائيلو د بنسټيزو تاسيساتو په ابادۍ کې فعال ګډون کوي، تر اوسه د دواړو خواوو ترمنځ د پروژو عمومي اندازه له ٣ مليارډو ډالرو نه زياته ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای