د سينهوا اژانس د خبر له مخې، افغان خبري رسنيو د فبرورۍ په ٢٠مه نېټه خبر ورکړ چې د تېرو څو ورځو راهيسې د هېواد په زياتو سيمو کې د سختو واورو، بارانونو او سړې هوا له امله ٣٧ تنه مړه شوي دي.
د خبر له مخې، په فارياب ولايت کې د سختو واورو له امله ٢٥ تنه مړه شوي، ٦ تنه ټپيان شوي او ٣٠٠٠ څاروي مړه شوي دي. په جوزجان ولايت کې د پسونو ٥ مالداران د يخ هوا له امه مړه شوي. په کابل کې د څو ورځنيو واورو او سختو بارانونو له امله زيات کورونه لويدلي چې له امله يې لږ تر لږه ٧ تنه مړه شوي دي.
د افغانستان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او بشري چارو وزير وېس احمد برمک وويل، چې حکومت د ټپيانو د ژغورلو لپاره مرستندويه او ژغورونکي ليږلي او پر سړکونو د پاتې واورو د پاکولو په هڅه کې دي، تر څو ژغورونکې ډله او مرستندويه مالونه ژر مصيبت ځپلو سيمو ته ورسيږي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |