د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د ځمکنيو ځواکونو لوی درستيز قمر جاويد باجوه د فبرورۍ په ٢٠مه نېټه د دې هرکلی څرګند وکړ چې افغانستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له پاکستان سره همکاري غواړي.
په دې وروستيو کې په پاکستان کې ترهګريز بريدونه ډېر شوي او حالات يې ورځ په ورځ خرابيږي، پاکستان ويلي چې وسلوال طالبان په افغانستان کې ترهګريزې حملې طرحه او عملي کوي.
د پاکستان د ځمکنيو ځواکونو لوی درستيز باجوه وويل، چې دواړه هېوادونه به د سرحدي سيمو دفاعي کارونه پياوړي کړي او په ګډې سره به له هر ډول تروريزم سره مقابله وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |