د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د هر کال د فبرورۍ درېيمه دوشنبه د امريکا د ولسمشرۍ له ورځې سره برابره ده.روان کال په همدې ورځ يعنې د فبرورۍ په ٢٠مه نېټه د امريکا د واشنګټن او نيويارک په ګډون لويو ښارونو کې ډېر لاريونونه تر سره شول.لاريون کوونکو د کډوالو او چاپيريال په اړه د ډونالډ ټرمپ له تګلارو سره مخالفت څرګند کړ.
په نيويارک کې د لاريون جوړونکې او د تلويزيوني پروګرام جوړونکې کاليس وويل چې د ټرمپ تګلارې د زياترو امريکايايانو لپاره د منلو وړ نه دي.په لوس انجليس کې د لاريون جوړونکو په قول څه نا څه ٤٣٠٠ تنو په لاريونونو کې ګډون کړی.په چيکاګو کې سلګونه لاريون کوونکي د ټرمپ ودانۍ ته نژدې راغونډ شوي او د کډوالو،د چاپيريال ساتنې او د امنيت د ادارې په برخو کې د ده له تګلارو سره يې مخالفت څرګند کړی دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |