CRI Online

د طبيعت ساتونکو سيمو د ادارې په برخه کې د چين توان لوړيږي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-21 16:58:41


د چين د چاپيريال ساتنې له وزات څخه د تر لاسه شويو معلوماتو له مخې، په چين کې تر ٢٧٠٠ زيات د طبيعت ٢٧٤٠ ساتونکې سيمې جوړې شوې دي، عمومي مساحت يې له يو مليون څلور سوه زرو کيلومترومربع څخه زيات دی چې دا شمېر د چين په ځمکو کې نژدې ١٥٪ برخه نيسي. د چاپيريال وزارت د طبيعي او ايکلوژيکې ساتنې څانګې مشر چنګ لي فنګ وويل، چې په راتلونکي کې به د څارنې د عصري تکنالوژۍ او لويو شمېرو پر بنسټ په هوا او ځمکو کې د ايکلوژيکې امنيت د څارنې، پيشبينې او ارزونې بشپړ سيستم جوړ شي.

نوموړي وويل، چې په چين کې د طبيعت ساتنې هغه ډول شبکه جوړه شوې ده چې ډولونه يې زيات، شکل يې معقول او توانونه يې بشپړ دي.

(( په هوا او ځمکو کې مو له ليرې واټن څخه د طبيعت ساتونکو سيمو د څارنې او ادارې سيستم جوړ کړی دی، په بوبتي موده کې مو د راغونډ شويو معلوماتو سره سم ناقانونه کړه وړه پيدا کړي او ورته مو سزا ورکړې ده. له اړوندو ادارو سره مو د طبيعت د ٣٠٠ ساتونکو سيمو ارزونه کړې ده. د طبعيت د ساتونکو سيمو په هکله مو اصلي پلټنې کړې، د بنسټيزو شمېرو راغونډونې او څېړنې مو پياوړې کړې، او په دې اړوند مو د ادارې معلوماتي سيستم جوړ کړی دی ))

ښاغلي چنګ لي فنګ دا هم ويلي چې که څه هم لاسته راوړنې لرو، خو د ساتونکو سيمو د ويجاړېدلو په شمول ناقانونه عملونه کله نا کله رامنځته شوي. هغه وويل

(( موږ بايد له ليرې واټن څخه د څارنې کارونه پياوړي کړو. له ٢٠١٧ کال څخه به هر کال له ليرې واټن څخه د دولت په کچه د طبيعت ساتونکو سيمو دوه ځله څارنې وکړو چې يو ځل به په لومړۍ نيمايي کې او بل ځل به په وروستۍ نيمايي کې تر سره شي. په څارنو کې پيدا شوې مسئلې بايد سمدلاسه حل شي. موږ د دولت په کچه د طبيعت ساتونکو سيمو د ليرې څارنې او د اړوندو مسئلو د حل لارو چارو سندونو د جوړولو په هڅه کې يو، تر څو دغه ميکانيزم دامي او عادي شي. د هغو ساتونکو سيمو اداره به لا پياوړې کړو چې پکې ناقانونه مسئلې شتون لري. ))

په راتلونکي کې به د څارنې د عصري تکنالوژۍ او لويو شمېرو پر بنسټ په هوا او ځمکو کې د ايکلوژيکي امنيت د څارنې، پيشبينۍ او ارزونې بشپړ سيستم جوړ شي.

بر سيره پر دې، د پام وړ خبره دا ده چې څو ورځو مخکې د چاپيريال ساتنې وزارت ټولنې ته د چاپيريال ساتنې د سرې کرښې د ټاکنې او ساتنې په اړه د څو نظريو په نامه سند وړاندې کړی. په نوموړي سند کې راغلي چې د چاپيريال ساتنې سره کرښه د ملي چاپيريال ساتنې بنسټيزه غوښتنه ده.

د طبيعت پر ساتونکو سيمو بر سيره، د ژوند او پيدايښت د متنوعيت ساتنه د طبيعت او چاپيريال په ساتونکو چارو کې مهمه موضوع ده. په چين کې په ځنګلونو پوښل شوی انډول له ٢٠ ٪ نه زيات دی، په نښو په شنو پوښل شوې اندازه ٥٤٪ دی، د طبيعت د ځمکنيو ساتل کېدونکو سيمو مساحت له يو مليونه اوه سوه زرو کيلومتر مربع نه زيات دی.

ښاغلي چنګ لي فنګ وويل

(( د ځمکني طبيعت د ايلوژيکي سيستم ٩٠٪ ډولونه او له ٨٩٪ نه زيات حيوانات چې د دولت په کچه د ساتنې په نوملړ کې شامل دي، او زياتره مهم طبيعي ځايونه او اثار ټول په ساتونکو سيمو کې شامل دي. د ځينو هغو حيواناتو شمېر چې مخ په کمښت او ورکېدو خطر يې و، اوس د زياتوالي په حال کې دی. ))

بر سيره پر دې، د ژوند او پيدايښت د متنوعيت د ساتنې په برخه کې د چين هلو ځلو د نړيوالو ټولنې ساتنې پاملرنه تر لاسه کړې. د چاپيريال وزارت وويل، چې چين د ژوندی پيدايښت د متنوعيت تړون د لاسکوونکو خواوو د ١٥مې غونډې کوربتوب حق تر لاسه کړی دی. په دې غونډه کې به تر ٢٠٣٠ کال پورې په نړۍ کې د ژوند او پيدايښت د متنوعيت موخې معلومې او وټاکل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای