CRI Online

د پاکستان په شمال لويديځ کې پر يوې محکمې د بريد له امله څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

cri     (GMT+08:00) 2017-02-21 20:13:26

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روانې مياشتې په ٢١مه نېټه د پاکشتان په شمال لويديځ کې د خيبرپښتونخوا ايالت په چارسداه سيمه کې پر يوې محکمې د بريد له امله څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خبري رسنيو د پوليسو په قول ويلي چې د همدې ورځې په سهار د محکمې دننه د يوي قضيې د فيصلې په ترڅ کې يو بريدګر د دروازې پر وړاندې بمونه وچوول او ور پسې نور دوه بريدګران محکمې ته ننوتل او پر پوليسو يې ډزې وکړې چې له امله يې دغه دوه بريدګران او يو عام وګړی وژل شوي او د پنځو تنو پوليسو په شمول ١٧ تنه ټپيان شوي دي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای