د سينهوا اژانس د خبر له مخې د افغانستان په ختيځ د ننګرهار ولايت د روانې مياشتې په ٢١مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې په وروستيو ورځو کې د دې هېواد امنيتي پوځ او په افغانستان کې د ناټو ائتلافي ځواکونو په دې ولايت کې د داعش ډلې د چوڼيو د له منځه وړلو په ترڅ کې ١٩ وسله وال وژلي او دوه تنه نو ر يې ټپيان کړې دي.
سربېره پر دې افغان امنيتي پوځ د دې ډلې څو چوڼۍ له منځه وړي دي. خو تر اوسه د داعش ډلې په دې هکله هېڅ خبرې نه دي ويلې. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |