د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د فرانسې پوليسو د فبرورۍ په ٢١مه نېټه ٣ شکمن ترهګر نيولی دی.له شمېرنې سره سم دا په فبرورۍ کې څلورم ځل دی چې فرانسوي پوليس ترهګرو ته ماتې ورکوي.
د فرانسې د خبري رسنيو د خبر له مخې،ياد ٣ شکمن کسان د انټرنېټ له لارې يو له بل سره په اړيکه وو.د تېر کال په مني کې دغو ٣ کسانو د ترهګريز بريد د جوړولو پلان درلود او له هغه مهال راهيسې د فرانسې د استخباراتي ادارې له خوا څارل کېدل.د نيولو په وخت کې پوليسو څو جعلي توپنچې،يو لاسي بم او يو جنګي واسکټ هم تر لاسه کړي دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |