د سين هوا اژانس د خبر له مخې،نړيوال بانک د فبرورۍ په ٢١مه نېټه د يو راپور په خپرولو سره وويل چې په ٢٠١٦ کال کې د ناثابتو تګلارو له امله د نړيوال اقتصادي زياتوالي سرعت ورو شوی دی.
په ياد راپور کې ويل شوي چې د نړيوال پولي صندوق،نړيوال بانک،د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ سازمان او د نړيوال سوداګريز سازمان د شمېرنو سره سم،په ٢٠١٦ کال کې په ګردې نړۍ کې د مالونو او خدمتونو د سوداګرۍ د زياتوالي سرعت له ١ اعشاريه ٩ سلنې څخه تر ٢ اعشاريه ٥ سلنې پورې دی چې دغه سرعت په ٢٠٠٨ کال کې د رامنځته شوي پولي بحران څخه هم ټيټ دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |