د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران دولتي اژانس خبر ورکړ چې پر ځايي وخت د فبرورۍ د ۲۱مې نېټې په شپه د ايران د حج ادا کولو او د زيارت سازمان د مسؤل حامد محمدي په مشرۍ پنځه کسيز هئيت له تهران څخه سعودي عربستان ته حرکت وکړ او دوی به له اړوندو خواوو سره په مکه کې د ايران د مسلمانانو د حج ادا کولو د اعاده کېدو په باب خبرې اترې وکړي. دا په تېر کال کې په مکه کې د ايراني مسلمانانو د حج ادا کولو د ځنډېدلو نه وروسته لومړی ځل دی چې د ايران پلاوی د خبرو اترو په هکله سعودي عربستان ته ځي.
ښاغلي محمدي وويل، چې که دواړه خواوې موافقې ته ورسېږي، په راتلونکي کې به په مکه کې د ايراني مسلمانانو په وړاندې خنډونه ليرې شي. په راتلونکو خبرو اترو کې به ايران له سعودي عربستان څخه وغواړي چې د ايراني مسلمانانو د شرف او امنيت د ساتلو لپاره تدبيرونه ونيسي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |