د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د خاورو د امنيت وزارت د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه دوه ياددښتونه خپاره کړل چې له مخې به يې د سرحدي ادارې د پياوړتيا او د ناقانونه پناه وړونکو د مخنيوي حکمونه پلي شي.
د يادو دوو سندونو نومونه د سرحدي امنيت او د پناه وړونکو د قانون د اجرا کولو په باب د ولسمشر د حکم د پلي کولو تګلاره او د وطن د ګټو د ساتلو په هکله د پناه وړونکو د قانون د اجرا کولو سند دی. د امريکا د خاورو د امنيت وزير جون کيري د فبرورۍ په شلمه نېټه دغه دوه سندونه لاسليک کړل او اړوندو مسؤلينو ته يې ورکړل.
د يادو دوو ياددښتونو له مخې به امريکا ته د ناقانونه پناه وړونکو د ننوتلو مخنيوی وشي او په امريکا کې پاتې شوي ناقانونه بهرنيان به وپيژندل شي، بنديان او وروسته به وشړل شي. دغه دوه سندونه به د پخوانيو نورو سندونو پر ځای تطبيق شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |