د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د سوريې خبري رسنيو د فبرورۍ په ٢١مه نېټه خبر ورکړی چې په وروستيو ورځو کې د سوريې په الباب ښار کې د ترکيې د پوځي عملياتو له امله ١١ تنه سوري عام وګړي وژل شوي دي.
د سوريې خبري اژانس د خبر له مخې،په وژل شويو کسانو کې ٣ ماشومان او څو تنه ښځې شامل دي،د بريد له امله ځايي کورونه او بنسټيز تاسيسأت هم ويجاړ شوي دي.د روانې مياشتې په ١٦مه نېټه په الباب ښار کې د ترکيې د پوځي عملياتو له امله ٢٤ تنه عام وګړي ووژل شول.
د بل خبر له مخې،د روان کال د جنورۍ په ١١مه نېټه او د تېر کال د دسمبر په ٢٣مه نېټه د سوريې په شمال کې د ترکيې د بريدونو له امله ٩ تنه او ٨٨ تنه وژل شوي او لسګونه تنه نور ټپيان شوي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |