CRI Online

چين: د سوريې مسئلې د سياسي حل په لار بايد ټينګار وشي

cri     (GMT+08:00) 2017-02-22 16:31:25


د سوريې د سوله ييزو خبرو اترو نوی پړاو به د روانې مياشتې په ٢٣مه نېټه په سويس کې بيا پيل شي. پر ځايي وخت د فبرورۍ په ٢١مه نېټه، د سوريې مسئلې په اړه د چين ځانګړي استازي شي شياو يان ژنيو ته له ورتګ مخکې ايران ته يو ورځنی سفر کړی دی. نوموړي د سفر په ترڅ کې د سي ار ای له خبريال سره په مرکه کې وويل، چې د سوريې بحران د سياسي حل په لار بايد ټينګ ګامونه پورته شي.

د فبرورۍ په ٢١مه نېټه ښاغلي شي شياو يان د ايران له لوړ پوړيو ديپلوماتانو سره د سوريې د اوسنيو حالاتو، د سوريې د سوله ييزو خبرو اترو په اړه د ژنيو د غونډې په هکله د نظريو تبادلې وکړې. شي شياو يان له خبرو اترو مخکې ويلي چې چين هيله لري چې بېلا بېلې خواوې به د ژنيو په غونډه کې د متقابل تفاهم او ګذشت په روحيه ضروري مصالحت وکړي، تر څو د سوريې مسئلې د سياسي حل بهير پرمخ بوځي او اوربند تړون په پوره توګه عملي شي. نوموړي وويل

(( چين د سوريې مسئلې په اړه هيڅ په خپله ګټه فکر نه لري، ټول کوښښونه مو د سولې او خبرو اترو لپاره تر سره کړي او کوو يې، زموږ موخه دا ده چې په سوريه کې سوله او ثبات رامنځته شي او سياسي بهير عادي شي. درې هيلې لرو چې لومړی، د سوله ييزو خبرو اترو تمايل بايد وساتل شي. دوهم، پر سياسي حل بايد ټينګار وشي، باور بايد ټينګ او نه بدلېدونکی وي. درېيم، د سوريې مسئله بايد د سوريايانو له خوا حل شي، سوله بايد د سوريې د بېلا بېلو ډلو ترمنځ د روغې جوړې له لارې تر لاسه شي. ))

نوموړي وويل، چې په ژنيو کې د سولې خبرو اترو له پيل مخکې د سوريې حالات ډېر بدل شوي دي چې د روسيې په شمول د هېوادونو تر منځګړيتوب لاندې، د هېواد په کچه د روسيې د پوځونو او مخالفو ډلو ترمنځ اوربند تړون لاسليک شوی دی، بر سيره پر دې، د روسيې، ايران او ترکيې په ګډون دريو هېوادونو نه يوازې د اوربند د څارنې ميکانيزم جوړ کړی بلکې په استانا کې د سوريې مسئلې د حل په موخه د دوو پړاوونو خبرې اترې تر سره کړې دي چې دا بېرته د سياسي خبرو اترو لارې ته د سوريې مسئلې د ګرځېدلو لپاره مثبت او اغېزمن ګامونه دي.

ښاغلي شي شياو يان د روسيې، ايران او ترکيې تر مشرۍ لاندې د استانا د سوله ييزو خبرو اترو ارزونه او مثبته قدرداني وکړه

(( په استانا کې د سولې اخبرو اترو، د پېښېدو حالت دا دی چې په ژينو کې د خبرو اترو پخوانيو پړاوونو لاسته راوړنې نه دی درلودلې، په تيره بيا د خبرو له درېيم پړاو وروسته حالات بدل شوي او خبرې اترې ځنډېدلې. د ياد ټکي له لحاظه، د استانا د غونډې ارزښت دا دی چې د حکومت او وسلوالو مخالفينو ترمنځ لومړې مخا مخ خبرې اترې تر سره کيږي، سوله ييزې خبرې اترې بيا پيل شوې او د خبرو اترو تمايل ساتل شوی دی، دا مهمې لاسته راوړنې دي او د سياسي بهير د هڅولو لپاره ګټورې هم دي. ))

ښاغلي شي شياو يان وويل، روسيې ويلي چې د استانا غونډه د م م په مشرۍ د ژنيو د سولې خبرو اترو پر ځای نه دي، بلکې د ژنيو د خبرو اترو ضميمه ده، او يو مثبت پيغام هم دی.

که څه هم د سوريې په اوسنيو حالاتو کې ځينې مثبتې نښې رامنځته شوې دي او د سوريې مسئلې په اړه د ژنيو د څلورم پړاو خبرې اترې به پيل شي، خو د شي شياو يان په اند د سوريې مسئله د ده د ٣٠ کلونو په ډيپلوماتيکو چارو کې ډېره پيچله سيمه ييزه مسئله ده. هغه وويل، چې د سوريې مسئله سمدلاسه نه شي حل کيدای، اړتيا ده چې بېلا بېل هېوادونه د مسئلو د حل په لوري ګامونه پورته کړي او ګډې هڅې وکړي.

(( موږ بايد دا هيله و نه لرو چې همدغه پيچلې مسئله د يو ځل دوو ځلو خبرو اترو له لارې په پوره توګه حل کيدای شي. د ستونزو په وړاندې بايد خپل باور او صبر وساتو، د سولې خبرو اترو ته بايد نور زيات فرصتونه او وخت ورکړو. يوازې بېلا بېلې خواوې په يو عمده لوري ټينګار کولی شي او د سولې خبرو اترو له لارې د مسئلې د حل لپاره نه ستومانه کېدونکې هلې ځلې کولی شو، نو کليدي شېبه به اخر راورسيږي، نه اوس، نه د ژنيو په غونډه کې، خو دغه شېبه به هرومرو راورسيږي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای