CRI Online

چين له کابل پوهنتون سره مرسته وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-02-23 09:41:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فبرورۍ په ٢٢مه نېټه له کابل پوهنتون سره د چين د مرستندويه مالونو د سپارلو مراسم په نوموړي پوهنتون کې تر سره شول. په افغانستان کې د چين سفير ياو جينګ او د لوړې زده کړې په چارو کې د ولسمشر لوړ پوړي سلاکار او د کابل پوهنتون رئيس حاميدالله فاروقي په دې مراسمو کې ګډون درلود.

فاروقي په مراسمو کې وويل، چې په کابل پوهنتون کې د چين د حکومت تر مرستې لاندې په ٢٠٠٨ کال د چينايي ژبې څانګه جوړه شوه چې اوس د کابل پوهتنون يوه مهمه څانګه ګرځېدلې ده. د چين حکومت زموږ سره مرستې کړي او کوي يې او موږ ته يې د زده کړې او دفترونو سامانونه د بسپنی په توګه راکړي او په کابل پوهنتون کې يې د چينايي ژبې څانګې وداني، د عمومي زده کړې وداني او تالار جوړ کړي دي. زه د کابل پوهنتون د ټولو ښوونکو او محصلينو، د افغانستان د حکومت او خلکو په استازيتوب د چين له حکومت څخه مننه کوم.

سفير ياو جينګ په مراسمو کې وويل، چې چين او افغانستان ګاونډيان دي، دواړه حکومتونه او خلک کلتوري تګ راتګ او د پوهو زده کړې او پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري. موږ به په دوامداره توګه د کابل پوهتنون د چينايي ژبې څانګې او کنفوسيوس ښوونځي د پرمختګ او د کابل پوهنتون د سازمانونو او بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ ملاتړ وکړو. هيله هم لرو چې له کابل پوهنتون سره همکاريز موډل د افغانستان نورو ولايتونو او پوهنتونونو ته پراخ کړو.

په مرستندويه مالونو کې کمپيوټرونه، پروجيکټرونه، کاپي ماشينونه او د پخلنځي سامانونه شامل دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای