CRI Online

د تجارت د اسان کېدو تړون په رسمي ډول نافذ شو

cri     (GMT+08:00) 2017-02-23 10:21:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د تجارت نړيوال سازمان عمومي مدير روبيرتو ازيويدو د فبرورۍ په دوه ويشتمه نېټه اعلان وکړ چې د تجارت د اسان کېدو تړون په رسمي ډول نافذ شو.

هغه په همدې ورځ په ژنيو کې د ياد سازمان په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، غړو هېوادونو د دې تړون د تصويبولو له لارې د څو اړخيز تجارت په اړه د دوي ژمنه مراعات کړې. په پوره توګه د دې تړون پلي کېدل به د نړيوال تجارت څوارلس اعشاريه درې سلنه سربيه کمه کړي.

د تجارت د اسان کېدو تړون د پلي کېدو پلان د دوه زره څوارلسم کال په نومبر کې د تجارت نړيوال سازمان د غړو هېوادونو لخوا وړاندې شوی و. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای