د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان بيزنيس ريکاډر ورځپاڼې د فبرورۍ په دوه ويشتمه نېټه د يوې مقالې په خپرولو سره وويل، له دې امله چې د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز د اَبادولو پلان په پوره توګه پلی شوی، په پاکستان کې د چيني شرکتونو شمېر په څرګند ډول زيات شوی. پانګه اچوونکي د تجارتي خدمت، توکيو پلورولو، هوټل او راستورانټ په ګډون ځينو نورو ساحو کې د پانګونې فرصتونه لټوي.
د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز د اَبادولو پلان د پلي کېدو راهيسې، د چين منځني او کوچني شرکتونه د لويو او وتليو شرکتونو پسې پاکستان ته ننوتلي دي. د پاکستان منځني او کوچني شرکتونه دې د دې فرصت په نيولو سره له چيني همکارانو سره همکارۍ پياوړې کړي، څو چې خپل توان لوړ کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |