د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د روانې مياشتې په ٢٢مه نېټه م م ته وړانديز وکړ چې د ترهګرۍضد اوسنی کاري جوړښت تنظيم کړي او د ترهګرۍ ضد نوی دفتر جوړ کړي تر څو په م م کې د ترهګرۍ پرضد د اړوندو کارونو همغږي وکړي.
هغه په همدې ورځ د م م د عمومي اسامبلې په اړونده غونډه کې وويل چې د ترهګرۍ پرضد د کارونو د موثريت او همغږۍ د پياوړتيا او بېلا بېلو هېوادونو ته د لازياتو ملاتړونو د برابرولو لپاره يې وړانديز وکړ چې د ترهګرۍ ضد ځينی اړوند اورګانونه د م م د سياسي چارو له څانګې څخه وباسي او د ترهګرۍ ضد نوی دفتر دې جوړ شي او د دې دفتر د مشر په توګه دې د سرمنشي نوی مرستيال وټاکل شي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |