د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان پوځ د روانې مياشتې په ٢٢مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې په همدې ورځ يې په ټول هېواد کې د ترهګرۍ ضد عمليات پيل کړي تر څو ترهګريز ګواښونه له منځه يوسي.
د پاکستان د دريو ځواکونو مطبوعاتي ادارې په خپله اعلاميه کې ويلي چې د دې هېواد هوايي، سمندري اوملکي پوځي ځواکونه او نور امنيتي او قانوني اجرائيوي څانګې به په دوامداره توګه د ترهګريزو ګواښونو له له منځه وړلو څخه ملاتړ وکړي او د سرحدي امنيت د اغيزمنې ادارې د پياوړتيا لپاره به هڅه وکړي او په ختيځ پنجاب ايالت کې به د ترهګرۍ ضد دندې د تر سره کولو لپاره د دې هېواد ځانګړی پوځ ته صلاحيت ور کړي .په عين وخت کې به پاکستاني پوځ په ټول هېواد کې د ټوپکونو او بمونو اداره پياوړې کړي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |