د سينهوا اژانس د خبر له مخې په دې وروستيو ورځو کې د چين صدراعظم لي که چيانګ د ٦٧٤م لمبر دولتي شورا حکم په صادرولو سره د معيوبينو د ښوونې په هکله تعديل شوي مقررات خپاره کړل چې د ٢٠١٧ کال د مې له لومړۍ نيټې څخه به پلی شي.
پخوانيو مقرراتو چې په ١٩٩٤ کال کې خپاره شوي، د معيوبينو د ښوونې حقونو د ضمانت او د معيوبينو د ښوونيزو چارو د پرمختګ لپاره مهم رول لوبولی .د اقتصادي پرمختګ او ښوونيزو اصلاحاتو په ژورتيا سره سره د معيوبينو ښوونه د نورو ښوونو په پرتله وروسته پاتې ده.خو په دې برخه کې تعديل شوي مقررات نور هم بشپړ شول.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |