د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روانې مياشتې په ٢٢مه نېټه د چين د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال جانګ ايي سوي د هند د بهرنيو چارو له سکريتر جايشنکر سره د بېجينګ د دياو يوو تای په ملي هوټل کې د چين او هند ترمنځ ستراتيژيکې خبرې اترې تر سره کړې.د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوندو څانګو مسئولينو هم په دې غونډه کې ګډون درلود. دواړو خواوو په ښه فضا کې د نړيوال حالت،د کورنيو او بهرنيو تګلارو، دوه اړخيزو اړيکو، د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په باب د نظريو تبادله وکړه او ګډو نظريو ته سره ورسيدل .
دواړه خواوې دا نظر لري چې د چين مشخصات،پرمختيايي پړاونه او موخې هند ته ور ته دي او ګډې پراخې ګټې لري، نو خپلمنځي همکاريز امکانات ډېر دي.د چين او هند ترمنځ د اړيکو سالم پرمختګ د دواړو هېوادونو او خلکو له بنسټيزو ګټو سره سمون لري. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |