د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د ماليې وزير ستيون منوچين د روانې مياشتې په ٢٢مه نيټه وويل چې د ډونلد ترمپ حکومت به د مالياتو د کموالي،د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې د زياتوالي او په سلو کې څه باندې دريو ته د اقتصاد پرمختيايي انډول د رسيدو لپاره هڅه وکړي.
نوموړي د امريکا د والسټريت ورځپاڼې له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې ويلي چې د پولي بحران له رامنځته کېدو راهيسې د امريکا د اقتصاد پرمختيايي انډول ورو شوی چې دا عادی خبره نه ده. هغه زياته کړه چې د اوباما په مشرۍ حکومت له خوا د تګلارو له امله اقتصادي پرمختګ محدود شوی، نو بايد دغه تګلارې تنظيمې شي تر څو اقتصادي خوځنده ځواک راوپاروي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |