CRI Online

د سوريې مسئلې په اړه د نوې دورې خبرې اترې په ژنيو کې بيا پيل شوې

cri     (GMT+08:00) 2017-02-23 16:27:00

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د فبرورۍ په ٢٢مه نېټه د سوريې مسئلې په اړه د م م سرمنشي ستيفن ډميسټورا د ژنيو د ملتونو په ماڼۍ کې په يوه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې د سوريې مسئلې په اړه د نوې دورې خبرې اترې به د روانې مياشتې په ٢٣مه نېټه په ژنيو کې بيا پيل شي. هغه وويل، دغه خبرې اترې به د امنيت شورا د ٢٢٥٤مې پرېکړې د تګلارې له مخې د سوريې بحران د سياسي حل بهير وهڅوي.

لس مياشتې وروسته، د سوريې مسئلې په اړه خبرې اترې د فبرورۍ په ٢٣مه نېټه بيا پيل کېږي. د سوريې د حکومت او مخالفينو استازي د چهارشنبې په ورځ ژنيو ته رسېدلی او چمتو دي چې په دغو خبرو اترو کې ګډون وکړي. د دوی موخه د سوريې شپږ کلن بحران پای ته رسول او د سوريې اوسنی سياسي رکود ماتول دي.

د ای اف پي د خبر له مخې، د سوريې د حکومت پلاوي مشري په م م کې د سوريې استازی بشار جعفري لخوا او د مخالفينو پلاوي مشري د زړه ناروغۍ په برخه کې د کارپوه نصار الخريري او وکيل محمد سبرا لخوا کېږي.

دميستورا د فبرورۍ په ٢٢مه نېټه په خبري ناسته کې وويل، ګډون کوونکي به د امنيت شورا د ٢٢٥٤مې پرېکړې پر بنسټ په عمده توګه د دريو مسئلو په اړه خبرې اترې وکړي. ده وويل

(( لومړی بايد يو د اعتماد وړ، احاطه کوونکی او مذهبي نښه نه لرونکی لنډمهالی حکومت جوړ شي. دوهم بايد د نوي اساسي قانون مسوده جوړه شي او اړوند مهالوېش ورته وټاکل شي. درېيم بايد د م م تر نظارت لاندې د سوريې د ټولټاکنو ازادي او عدالت وساتل شي. ))

له دې امله چې مخکې د څو موضوعاتو په هکله د سوريې د حکومت او مخالفينو تر منځ توپيرونه زيات وو، نو د ٢٠١٦ کال په سر کې د سوريې مسئلې خبرې اترې ناکامې شوې. سږ کال م م پرېکړه وکړه چې دغه خبرې اترې بيا پيل کړي، خو وخت يې د فبرورۍ له اتمې نېټې څخه ٢٣ نېټې ته ځنډول شوی دی. ډميسټورا وويل هغه دا هيله نه لري چې په دغو خبرو اترو کې کوم برياليتوب تر لاسه کړي، خو دی غواړي اړوندې خواوې د سوريې مسئلې د سياسي حل د هڅولو په هکله خپله هيله وښيي. ده وويل

(( ايا زه دا لرم چې په دغو خبرو اترو کې کوم له اټکل څخه وتلی برياليتوب تر لاسه شي؟ نه ، دغه هيله نه لرم، يوازې غواړم چې اړوندې خواوې د سوريې بحران د سياسي حل تمايل وساتي.))

ډميسټورا وويل، بېلا بېلې خواوې بايد له اوسني ښه فرصت څخه ګټه واخلي، څرنګه چې هر ډول اوربند د هېڅ سياسي لايحې د نه موجودېدو په حال کې په دايمي توګه نه شي روانېدای. هغه هيله وښوده چې دغه خبرې اترې به د نوې دورې خبرو اترو سبب وګرځي چې د سوريې شپږ کلن بحران په سياسي توګه حل شي.

له دې نه پرته، ډميسټورا په همدغه خبري ناسته کې وويل، روسيې د سوريې له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې د دغو خبرو اترو په موده کې بمباري وځنډوي. هغه د سوريې حکومت په مخالفينو هم غږ وکړ چې اړوند فعال ګام پورته کړي. ده وويل

((روسيې بېلا بېلو خواوو او ما ته دا وويل چې د سوريې له حکومت څخه يې رسمي غوښتنه کړې چې د دغو خبرو اترو په موده کې بمباري وځنډوي. موږ د سوريې د حکومت له مخالفينو څخه هم غوښتنه کوو چې دغه شان تدبير ونيسي څو د سوريې مسئلې په اړه خبرو اترو ته لا ښه فرصت برابر شي. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای