CRI Online

د پاکستان د پنجاب ايالت په مرکز لاهور کې د يوې چاودنې له امله لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او پنځلس تنه نور ټپيان دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-02-23 17:37:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستاني خبري رسنيو د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه خبر ورکړ چې د همدې ورځې په غرمه د پنجاب ايالت د مرکز لاهور د يو بازار په رسټورانټ کې چاودنه وشوه چې له امله يې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او پنځلس تنه نور ټپيان دي. اوس پوليسو، پوځ او استخباراتو څانګې دغه ځای بند کړی او تحقيقات روان دی.

د ابتدائي پلټنې له مخې، دغه چاودنه په يوه هندي رسټورانټ کې رامنځته شوې. څو ورځې مخکې، دغه بازار د چاودنو تر ګواښ لاندې راغلی وو او اړوندو څانګو ساده څارنه تر سره کړې ده.(غوټۍ)  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای