CRI Online

چين هيله لري چې په ژنيو کې د سوريې مسئلې په اړه د سولې خبرو اترو کې ښه پايله رامنځته شي.

cri     (GMT+08:00) 2017-02-23 17:44:39

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې چين د دې هر کلی کوي چې د روانې مياشتې په ۲۳مه نېټه د سوريې مسئلې په اړه په ژنيو کې د سولې خبرې اترې بيا پيل شوې. چين هيله لري چې اړوندې خواوې د متقابل باور پر بنسټ مثبته پايله تر لاسه کړي. د سوريې مسئلې په اړه د چين ځانګړی استازی شي شياو يان به د يوه هئيت په مشرۍ په دغو خبرو اترو کې ګډون وکړي.

هغه وويل، چې په تېرو څو ورځو کې نړيواله ټولنه د سوريې مسئلې د سياسي حل لپاره زياتې هڅې کړې دي. دا د نړيوالې ټولنې ګډه هيله ده. چين هيله لري چې د سوريې حکومت او مخالفې ډلې به په دغو خبرو اترو کې توپيرونه ليرې کړي او متقابل باور به ژور کړي، تر څو ښه پايله تر لاسه شي او په سوريه کې سوله ژر رامنځته شي. د سوريې مسئلې په اړه د چين ځانګړی استازی شي شياو يان به د دغې مسئلې د حلولو لپاره د يوه هئيت په مشرۍ په دغو خبرو اترو کې برخه واخلي او له اړوندو خواوو سره به د نظريو تبادلې وکړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای