CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2017-02-23 19:19:27
افغانستان له زمبابوې نه د کرکټ دویمه لوبه هم وګټله

افغانستان د کرکټ د پنځو یوې ورځنیو سیالیو په دویمه لوبه کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړه. افغانستان دا لوبه په ۵۴ منډو وګټله

لوبه د زمبابوې په هراره لوبغالي کې وه، دا د افغانستان دویم پرلپسې بری دی. د یکشنبې په ورځ هم افغانستان پچه وګټله او په ۵۰ اورونو کې یې زمبابوې ته يې د ۲۳۹ منډو هدف وټاکه خو د زمبابوې ټوله لوبډله په ۱۸۴ منډو وسوځېدله

په افغان توپ وهونکو کې شهزاد محمدي ۶۴، رحمت شاه ۵۴ او نجیب ځدراڼ ۴۵ منډې وکړې. مګر په توپ اچوونکو کې بیا محمد نبي او راشد خان درې درې، او ګلبدین او حمزه دوه دوه لوبغاړي وسوځول د لوبې غوره لوبغاړی راشد ارمان وټاکل شو

د افغانستان او زمبابوې درېیمه لوبه د سه شنبې په ورځ ده او که افغانستان دا لوبه وګټله، د پنځو لوبو د دغه روان سیریز ګټونکی به شي

افغانستان تېرکال هم له زمبابوې څخه دا ډول دوه سیریزونه ګټلي وو. همدا څو اونۍ مخکې د افغانستان الف د زمبابوې له الف څخه د پنځو لوبو سیریز ۱/۴ وګاټه

افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا د دویمې درجې خو زمبابوې د اولې درجې غړی دی

نبي او راشد د هند غوره لیګ کې وپېرل شول

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي نبي عیسی خېل او راشد خان د هند سوپر لیګ سیالو ته وپېرل شول. اصغر ستانکزی او شهزاد محمدي نه دي پېرل شوي. ویل کېدل چې دولت ځدران هم د لیلامۍ لپاره وړاندې شوې خو په نوملړ کې نوم نه تر سترګو کېږي.

نبي او راشد خان حیدر اباد سنرایز غوره کړل.

راشد خان په څلوېښت میلیونه هندي روپیو پلورل شوی او نبي عیسی خېل هم په درې میلیونه روپیو.

راشد خان ارمان هغه افغان لوبغاړو دی چې په تر ټولو ګرانه بیه پېرل شوی دی.

دواړه لومړني افغان لوبغاړي دي چې په دغو لوبو کې اخیستل کېږي.

محمد شهزاد، محمد نبي، راشد ارمان، اصغر او دولت ځدراڼ هغه لوبغاړي دي چې د ای پی ایل نيلامۍ ته وړاندې شوي وو.

دغه دواړه لوبغاړي د هندوستان غوره لیګ (IPL) په سن رایزرز لوبډله کې په امتیاز اخیستل شوي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه او اداري کارکونکي د هند په غوره لیګ کې د راشد خان ارمان او نبي عیسی خېل په امتیاز اخیستل یوه لویه ملي لاسته راوړنه بولي او نوموړي او د کرکټ مینه والو ته په دغه ویاړ مبارکي وایي.

اصغر ستانکزی او شهزاد محمدي هم بولۍ ته وړاندې شوي، خو تراوسه کومې لوبډلې نه دي اخیستي.

دا مهال نبي عیسی خېل او راشد ارمان له زیمبابوې سره پنځه یو ورځنۍ سیالۍ لري.

د یکشنبې په ورځ هم زیمبابوې لوبډلې ته په ماتې ور کولو کې نبي عیسي خېل او راشد ارمان ښه وځلېد او دواړو درې درې لوبغاړي وسوځول.

د کرېکټ په اسوسيټ يا دويمه درجه لوبډلو کې افغان لوبډله يوزاينۍ هغه ده چې تر ټولو ډېر يعني پنځه لوبغاړي يې ای پي اېل کې د لوبېدو لپاره وړاندې کړي وو.

د ای پي اېل په سږنۍ ليلامۍ کې که څه هم د لوبغاړو نوملړ ډېر اوږد دی خو ټولې اته لوبډلې هڅه کوي خپلو منځو کې په ګډه ۷۶ لوبغاړي وپېري.

په اي پي اېل کې هره لوبډله کولی شي ۲۷ لوبغاړي ولري چې دې کې باید لږ تر لږه ۱۸ هندي لوبغاړي وي.

په دې حساب هره لوبډله له ۹ زیات بهرني لوبغاړي نه شي ساتلی. د اي پي اېل لوبې د هند او د نړۍ د نورو هېوادونو تر څنګ افغانستان کې هم ډېر مينه وال لري.

دغه سيالۍ به د روان کال د اپريل پر ۵ نېټه پيل شي او د مۍ تر ۲۱ به دوام وکړي.

سږکال د هند کرېکټ پرېمیرلیګ سیالیو لسم کال دی او دا ځل افغان مینه وال د دې چانس لري چې په لومړي ځل خپل ملي اتلان په دې لوبو کې وګوري او ملاتړ یې وکړي.

تر ټولو ګران پلورل شوی لوبغاړی

روان کال د هند غوره لیګ سیالیو کې راشد خان په هغو لوبغاړو کې اووم ځای لري چې په تر ټولو ګرانه بیه پلورل کېږي.

برتانوی الراونډر بین سټاکس د یو اعشاریه اووه میلیونه پونډو په ارزښت په دغو سیالیو کې تر ټولو په ګرانه بیه پلورل شوی دی. د هند غوره لیګ سیالیو د ۲۰۱۴ کال موسم کې د برتانیا توپوهونکی کیون پیټرسن په یو میلیونو پونډو پلورل شوی و او له هغه وروسته بل برتانوی لوبغاړیټيمل میلز په یو اعشاریه څلور میلیونو پونډو پلورل شوی و.

خو بین سټاکس د دوی دواړو ریکارډ مات کړ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای