د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق پوځ د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه وويل، چې حکومتي پوځ د همدې ورځې په سهار د موصل ښار پر هوايي ډګر او د داعش لخوا پر نيول شوې اډې باندې بريد پيل کړ چې د دغه ښار پر جنوب لويديځه څنډه کې پرته ده. تر اوسه پورې د داعش زيات وسله وال وژل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، دغه بريد د موصل ښار د لويديځې برخې د بيا نيولو په هکله د پوځي عملياتو يو پيل دی. تر اوسه جګړه روانه ده او داعش هوايي ډګر خوشی کړی دی او د ښار مرکز ته تللی دی.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |