د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د ترکيې تر ملاتړ لاندې د سوريې مخالفې ډلې د فبرورۍ په ٢٣مه نېټه اعلان وکړ چې د سوريې په الباب ښار کې يې د داعش يوه مهمه اډه نيولې ده.
د لبنان د پن عرب الميادين تلويزيون د خبر له مخې،د داعش جنګيالي له دغې اډې څخه وتلي دي.د داعش په قول په ياده جګړه کې يې ٤٠٠ ترکيې سرتېري او د مخالفې ډلې غړي وژلي دي.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د روانې مياشتې په ١٢مه نېټه په استانبول کې خبري رسنيو ته وويل چې د سوريې په شمال کې د ترکيې د پوځي عملياتو موخه د ترهګرو له منځه وړل او د امنيتي سيمې جوړول دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |