CRI Online

د سوريې مسئلې په اړه سوله ييزې خبرې اترې په ژنيو کې پيل شوې

cri     (GMT+08:00) 2017-02-24 09:04:45

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د سوريې مسئلې په اړه سوله ييزې خبرې اترې د فبرورۍ په ٢٣مه نېټه په ژمنيو کې بيا پيل شوې.د سوريې مسئلې په اړه د م م د سرمنشي ځانګړي استازي ستافن ديميستورا په همدې ورځ خبريالانو ته وويل چې هغه به د روانې مياشتې په ٢٣مه او ٢٤مه نېټه په جلا جلا توګه د سوريې د حکومت او مخالفې ډلې له استازو سره سلامشورې وکړي تر څو د سوله ييزو خبرو اترو د مشخص اجنډا په اړه موافقې ته ورسېږي.هغه زياته کړه چې په خبرو اترو کې به د م م د امنيت شورا له٢٢٥٤ نمبر پرېکړه ليک سره سم په عمده توګه د لنډ مهالي حکومت د جوړېدو،د نوي اساسي قانون د طرح کېدو او د عمومي ټولټاکنو په اړه بحث وشي.

ديميستورا په همدې ورځ په ژنيو کې د دواړو خواوو لپاره د هرکلي مراسم تر سره کړل. د روانې مياشتې په ٢٣مه نېټه ديميستورا په يوه مطبوعاتي غونډه کې له دواړو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د خلکو له غوښتنو سره سم ښه نتيجه ولټوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای