د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د فبرورۍ په ٢٣مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د چين او هند ترمنځ ستراتيژيکې خبرې اترې په دوستانه فضا کې تر سره شوې.دواړو خواوو په ژوره توګه د نطريو تبادله وکړه او ټاکلې موخه يې تر لاسه کړې ده .
وياند ګنګ شوانګ وويل چې د روانې مياشتې په ٢٢مه نېټه د چين د بهرنيو چارو د وزير مرستيال جانګ يه سوی په بېجينګ کې د هند د بهرنيو چارو له سکريتر جايشنکار سره خبرې اترې وکړې.دواړو خواوو د نړيوالو اوضاعو،د دواړو هېوادونو د تګلارو،د دوه اړخيزو اړيکو او د ګډې پاملرنې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړه او يو لړ موافقې ته رسېدلې دي.وياند ګنګ وويل چې د چين او هند د پرمختګ موخې سره نژدې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پټ توان موجود دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |